IQNA

  اسپانیا د فلسطین د په رسمیّت پيژندنې غوښتنه وکړه

10:25 - December 24, 2024
د خبر لمبر: 3490358
ایکنا – د اسپانیا لومړی وزیر یوخل بیا  د یوه خپلواکه هیواد په توګه د فلسطین د په رسمیّت پیژندنې  غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور ورکړی، د اسپانیا لومړی وزیر پدرو سانچز د شنبې په ورځې د نړۍ پر هیوادونو غږکړی ، څو فلسطین دې د یوه خپلواکه هیواد په توګه په رسمیّت وپيژني.

هغه دغه خبرې  د نړیوال سوشلزم  د کنفرانس په ناستې کې  چې د مراکش په پلازمینې خرطوم کې ترسره شو بیان کړي دي.

سانچز ټينګار کړی دی،باید د اسرائیلو نیواک پاي ته ورسیږي او د فلسطین خلکو ته اجازت ورکړل شي،د دوو حکومتونو د حل لارې په چوکاټ کې د ختیځي قدس په پلازمینې سره خپل خپلواکه هیواد  تاسیس کړي.

هغه همداراز  د فلسطینیانو د انساني مشکلاتو او دکلابندۍ د ختمولو په ضرورت  هم ټينګار وکړ او له بحرانونو او ناندریو سره ئې د مقابلې لپاره د نړیوالې ملګرتیا غوښتنه وکړه.

په تیرې مئ میاشت کې اسپانیا،ناروې ،اوایرلینډ  رسما د فلسطین هیواد په رسمیّت وپيژند او  له دې وروسته سلوانیا او ارمنستان هم په جون میاشت کې له دوي سره یو ځای شول او  دهغو هیوادونو شمیر چې فلسطین په رسمیّت پيژني، د ملګروملتو  له ۱۹۳ غړو هیوادونو څخه ۱۴۹ هیوادونو ته زیات شو.

https://iqna.ir/fa/news/4255428

captcha